Close Menu
    تازه ترین خبرونه

    هنګو کښې چيک پوسټ باندې د ترهه ګرو حمله، ډي ايس پي پشمول اووۀ اهلکار شهيد، اتۀ حمله کونکي وژلي شوي

    جولای 29, 2026

    حکومت د ډيزل قيمت کښې دوه روپۍ، څليريشت پيسې في لټر نوره اضافه کړې

    جولای 29, 2026

    پاکستان په دريم ځل سينټرل ايشين والي بال چيمپئن شپ ټائټل پخپل نوم کړې

    جولای 29, 2026

    د کويت وزير خارجه اسلام آباد کښې وزيراعظم شهبازشريف ،فيلډ مارشل عاصم منير او وزير خارجه اسحاق ډار سره جدا جدا ملاقاتونه

    جولای 29, 2026

    خېبر پښتونخوا او بلوچستان کښې کاروائيانې، دوه ديرش ترهه ګر وژلي شوي

    جولای 29, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    چهارشنبه, جولای 29, 2026
    • قامى خبرونه
    • مهم خبرونه
    • نړۍ
    • کاروبارى خبرونه
    • روغتیا
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Beyond All Frontiers
    اردو خبریں ENGLISH NEWS
    • سرپاڼه
    • قامى خبرونه

      حکومت د ډيزل قيمت کښې دوه روپۍ، څليريشت پيسې في لټر نوره اضافه کړې

      جولای 29, 2026

      د کويت وزير خارجه اسلام آباد کښې وزيراعظم شهبازشريف ،فيلډ مارشل عاصم منير او وزير خارجه اسحاق ډار سره جدا جدا ملاقاتونه

      جولای 29, 2026

      د پټروليم مصنوعات په قيمتونو کښې د نورې اضافې اعلان

      جولای 28, 2026

      پاک افواج باندې الزاماتو معامله، د باني پي ټي آئي خور نورين نيازي خلاف د پيکا ايکټ لاندې مقدمه درج

      جولای 28, 2026

      د وفاقي کابينې توانائۍ کميټۍ د پاکستان آئل ريفائننګ پاليسي دوه زره دريي ويشتم کښې مجوزه تراميم منظوري ورکړي

      جولای 28, 2026
    • خېبرپښتونخوا
    • پنجاب
    • بلوچستان
    • سندھ
    • افغانستان

      افغانستان کښې بدخشا او زیبک سيمو کښې د طالبانو او مخالفينو ترمينځ انښتې،د طالبانو پنځلس فوجيان مړۀ شوي

      جولای 24, 2026

      افغانستان کښې آپريشن دوران د عام خلقو د وژنې تورونه،پاکستان دايمنسټي انټرنيشنل رپورټ ردکړې

      جولای 23, 2026

      افغان ولايت لغمان کښې پاکستان نه واپس تلونکي افغانانو ټرک سيند ته غورځيدلې، دولس کسان پحق رسيدلي، اتۀ ژوبل شوي

      جولای 3, 2026

      سيکيورټي فورسز بلوچستان کښې د افغان طالبانو څلور ډرونز تباه کړي دي

      جولای 1, 2026

      د کراچۍ حملې منصوبه په افغانستان کښې جوړه شوې وه، د نيولې شوې افغان ترهه ګر انکشافات

      جون 29, 2026
    • انټرټېنمنټ خبرونه

      نامتو ټک ټاکره ثنا جاويد عرف آؤټ لوفره اسلام آباد کښې وژلې شوې

      مارچ 22, 2026

      اسلام آباد کښې د اجمل خټک مرحوم د شپاړسم تلین په مناسبت تعزیتی او ادبي غونډه

      فبروري 10, 2026

      زۀ خپل خاوند هيچا ته نشم ورکولې، ثنا جاويد باندې په سوشل ميډيا سختې نيوکې

      جنوري 1, 2026

      قائداعظم پوهنتون اسلام آباد کښې ”ګلونه او رنګونه“ په نوم د پښتو خوندوره مشاعره

      نوومبر 6, 2025

      د قامي ټيم نامتو سپنر باؤلر ابرار احمد هم وادۀ اوکړو

      اکتوبر 5, 2025
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Home » صوبائي اسمبلۍ کښې د خېبرپښتونخوا امن په ټهيکه ورکولو او جي ايچ کيو مخې ته د دهرنې ورکولو تجاويز وړاندې شوي
    خېبرپښتونخوا

    صوبائي اسمبلۍ کښې د خېبرپښتونخوا امن په ټهيکه ورکولو او جي ايچ کيو مخې ته د دهرنې ورکولو تجاويز وړاندې شوي

    جولای 21, 2026څرگندونې نشته3 Mins Read
    Facebook Twitter Email WhatsApp
    Proposals have been presented in the provincial assembly to outsource the security of Khyber Pakhtunkhwa and to stage a sit-in in front of GHQ.
    د صوبائي حکومت يو هيلي کاپټر تباه شوې،ريسکيو کاروائيانو لپاره دوه هيلي کاپټرې اخستو فيصله شوې، وزير قانون آفتاب عالم آفريدي
    Share
    Facebook Twitter Email WhatsApp

    خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کښې د صوبې امن و امان په حواله تود بحث شوې، د اسمبلۍ اراکينوخېبرپښتونخوا کښې جاري آپريشنونو باندې د تحفظاتو اظهار کړې او ترهه ګروخلاف کاروائيانې ئې رد کړي،صوبائي وزير شکيل احمد تجويز ورکړې چې د صوبې بدامنۍ خلاف دې اسلام آباد، جي ايچ کيو،سپريم کورټ مخې ته دهرنا ورکړې شي، بلخوا عجب ګل تجويز ورکړې چې خېبر پښتونخوا کښې امن بحالۍ معامله دې په ټهيکه ورکړې شي، وزيرقانون آفتاب عالم انکشاف کړې چې د صوبائي حکومت يو هيلي کاپټر تباه شوې،ريسکيو کاروائيانو لپاره دوه هيلي کاپټرې اخستو فيصله شوې ۔

    پيښور: د سپیکر بابر سلیم سواتې په صدارت کښې شوې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ اجلاس کښې د جمعیت علما اسلام ف د بنو نه رکن اسمبلي عدنان وزېر وئيلي چي بنو کښې فوجې عملیات شروع کړې شوي ولي ګټورې نتیجې ئې مخې ته نۀ دي راغلې ، لارې هم تړلې شوي، چې لوجې مقامي خلق د پریشانۍ سره مخ شوي ، نیټ ورک معطل شوې ۔

    عدنان وزېر وېنا وه چې په بنو کښې د صوبائې حکومت رټ ختم شوې ،د مواصلات او تعېمرات وزېر شکیل احمد اسمبلۍ غونډې ته د وېنا په وخت اووئیل چې بلیم ګیمز په ځائې په صوبه کښې د بدامنۍ خلاف یو ځائې کېدل پکار دې ، ترهه ګر د ملټري اسټیبلشمنټ پیداوار دي ، سکېورټې فورسز ته ترهه ګر په افغانستان کښې په نظر راځي ولې په خېبرپښتونخوا کښي ترهه ګري ورته په نظر نۀ راځي ۔

    هغوې ايوان ته تجویز ورکړې چې د اسمبلۍ غړو او سیاسي قیادت له پکار دي چې د بدامنۍ خلاف اسلام آباد ، جې ایچ کیو  پنډۍ او سپریم کورټ نه بهر دهرنا ورکړې شي ۔

    معاون خصوصی همایون خان اسمبلۍ ته د وېنا په وخت اووئیل چې د هغه په حلقه کښې یو ناکام آپرشن شوې ، چې پکښې درې پولیس اهلکار شهیدان او دولس ژوبل شوي دي ۔

    هغوې د آپرشن تحقیقات کولو غوښتنه کړې ، بلخوا د جنوبي وزیرستان نه د پې ټې آئی غړې عجب ګل وزېر تجویز ورکړې چې د صوبې د امن ټهیکه چا له ورکول پکار دي، صوبه کښې د بدامنۍ خلاف عمليات اوکړې شي ۔

    د کرک نه د صوبائي اسمبلۍ غړې میجر ریټائرډ سجاد بارکوال اسمبلۍ ته د وېنا په وخت اووئیل چې بنو څلور ورځو نه محاصره کښې دې ، خلق پوزې له راغلي، د بنو په معامله اپیکس کمیټۍ غونډه شوې وه ولې څه قسمه نتيجه ئې مخې ته نۀ ده راغلې ۔

    سجاد بارکوال وینا وه چې په خېبر پښتونخوا کښې قبرستان آباد شوې او تابوتونو کاروبار ته وده ترلاسه شوې ، بنو کښې نقل و حرکت بند دې ، نیټ بند دې ، بنو کښې پولیس فعال او مضبوط نۀ کړې شول ۔

    سجاد بارکوال زياته کړې چې هغوې د ترهه ګرو خلاف آپريشن خلاف نه دې ،ولې د آپريشن په بهانه خلقو ته تکلیف ورکولو خلاف یو ۔

    شفیع الله هم په دیر کښې د آپريشن خلاف آواز پورته کړې او وئیلي دي چې په دیر لوئر کښې یو پنجابې ډي پي او تعېنات کړې شوې دې ۔

    بلخوا وزيرقانون آفتاب عالم انکشاف کړې چې د صوبائي حکومت يو هيلي کاپټر تباه شوې،ريسکيو کاروائيانو لپاره دوه هيلي کاپټرې اخستو فيصله شوې ۔

    شریکول Facebook Twitter Email WhatsApp
    مخکینۍ مقالهد پټروليم مصنوعات په قيمتونو کښې د نورې اضافې اعلان
    بله مقاله بلوچستان کښې کاروائيانو دوران دوه خودکش بمبار زنانه نيولې شوي ، لس ترهه ګر وژلي شوي
    Arshad khan

    مربوطه لیکنې

    هنګو کښې چيک پوسټ باندې د ترهه ګرو حمله، ډي ايس پي پشمول اووۀ اهلکار شهيد، اتۀ حمله کونکي وژلي شوي

    جولای 29, 2026

    حکومت د ډيزل قيمت کښې دوه روپۍ، څليريشت پيسې في لټر نوره اضافه کړې

    جولای 29, 2026

    پاکستان په دريم ځل سينټرل ايشين والي بال چيمپئن شپ ټائټل پخپل نوم کړې

    جولای 29, 2026
    ځواب دلته پرېږدئ Cancel Reply

    مونږ پسی راځه
    • Facebook
    • YouTube
    • TikTok
    • Twitter
    • Instagram
    • WhatsApp
    Live Streaming
    تازه ترین خبرونه

    هنګو کښې چيک پوسټ باندې د ترهه ګرو حمله، ډي ايس پي پشمول اووۀ اهلکار شهيد، اتۀ حمله کونکي وژلي شوي

    جولای 29, 2026

    حکومت د ډيزل قيمت کښې دوه روپۍ، څليريشت پيسې في لټر نوره اضافه کړې

    جولای 29, 2026

    پاکستان په دريم ځل سينټرل ايشين والي بال چيمپئن شپ ټائټل پخپل نوم کړې

    جولای 29, 2026

    د کويت وزير خارجه اسلام آباد کښې وزيراعظم شهبازشريف ،فيلډ مارشل عاصم منير او وزير خارجه اسحاق ډار سره جدا جدا ملاقاتونه

    جولای 29, 2026
    سرلیکونه
    خېبرپښتونخوا جولای 29, 2026

    هنګو کښې چيک پوسټ باندې د ترهه ګرو حمله، ډي ايس پي پشمول اووۀ اهلکار شهيد، اتۀ حمله کونکي وژلي شوي

    د هنګو خزينه بانډه کښې پوليس په چيک پوسټ ترهه ګرو حمله کړې، ضلعي پوليس…

    حکومت د ډيزل قيمت کښې دوه روپۍ، څليريشت پيسې في لټر نوره اضافه کړې

    جولای 29, 2026

    پاکستان په دريم ځل سينټرل ايشين والي بال چيمپئن شپ ټائټل پخپل نوم کړې

    جولای 29, 2026
    ډیر لیدل شوی

    وزيراعظم د بجلۍ سهولت ييکج اعلان کړې،کورني صارفنيو لپاره به بجلي په شپږ ويشت روپې في يونټ وي

    نوومبر 8, 2024124 Views

    پېښور کښې د منکي پاکس نور پنځه شکمن کيسونه رپورټ شوي

    اگست 31, 2024122 Views

    د پښتنون کلتور ورځ،ګورنر پښتونخوا فيصل کريم کنډي دپښتنو صحافيانو تنظيم پي جے اے کابينې غړو نه حلف اخستې

    سپتمبر 23, 2024109 Views
    د مدیر انتخاب

    حکومت د ډيزل قيمت کښې دوه روپۍ، څليريشت پيسې في لټر نوره اضافه کړې

    جولای 29, 2026

    د کويت وزير خارجه اسلام آباد کښې وزيراعظم شهبازشريف ،فيلډ مارشل عاصم منير او وزير خارجه اسحاق ډار سره جدا جدا ملاقاتونه

    جولای 29, 2026

    د پټروليم مصنوعات په قيمتونو کښې د نورې اضافې اعلان

    جولای 28, 2026
    خېبر نيوز
    خېبر نيوز

    خېبر نيوز د پښتو ژبې هغه وړومبے چېنل دے کوم چې تاڅو ته څليريشت ګېنټې تازه ترين خبرونه او جاري امورو باندې څېړنې درکوي. دا چېنل کال دوه زره اووۀ کښې په شپاړسمه جولائي شروع کړے شوے او ډېره لږه موده کښې تېزۍ سره د خپرونې د شهرت څوکې ته رسېدلے دے.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    خېبر نيوز © 2026 . ټول حقونه ساتل دي
    • سر پاڼه
    • خېبرپښتونخوا
    • انټرټېنمنټ خبرونه
    • بلوچستان

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.