پاکستان کښې تعينات د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد المالکي په پيښور کښې د سعودي ايئر لائن دفتر پرانسته کړې، په دې موقع ګورنر فيصل کريم کنډې هم موجود وو، دواړو مشرانو د نوې دفتر دوره هم کړې او جاج ئې اخستې دې ۔
پيښور: د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي او پاکستان کښې تعينات د سعودي عرب سفير په پيښور کښې د سعودي ايئر لائن د نوې دفتر پرانسته کړې ده ۔
په دې موقع ګورنر فيصل کريم کنډې اود سعودي عرب سفير نواف بن سعيد المالکي د سعودي ايئر لائن د نوې دفتر دوره هم کړې او جاج ئې اخستې دې ۔
دې لړ کښې دستورې ته وينا کښې ګورنر فيصل کريم کنډي وينا وه چې د سعودي ايئر لائن پيښور کښې دفتر پرانستو هرکلې کوؤ ۔
ګورنر فيصؒ کريم کنډي اووئيل چې خېبر پښتونخوا نه ګڼ شمير کښې خلق هر کال عمرې او حج لپاره سعودي عرب ته ځي، دې سره به د صوبې مسافرو ته غوره سفري سهوليات ميلاويږي ۔

