بلوچستان کښې ترهه ګرو خلاف د سيکيورټي فورسز مشترکه آپريشن شعبان دوام لري، تازه کاروائۍ کښې نور څلور ترهه ګر وژلي شوي، چې ورسره د وژلي شوي ترهه ګرو مجموعي شميره يو سل يويشت ته رسيدلي ده ۔
سيکيورټي ذرائعو وينا ترمخه بلوچستان کښې د ترهه ګرو خلاف د پاک فوج، ايف سي او پوليس مشترکه آپريشن شعبان پوره قوت سره دوام لري ۔
ذرائعو وئيلي چې آپريشن شعبان کښې نور څلور ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شوي چې ورسره تير نهه ورځو دوران د وژلي شوي ترهه ګرو شميره درې اتيا ته رسيدلې ده ۔
ذرائعو زياته کړې چې د پنځمې جولائۍ راهسې بلوچستان کښې جاري کاروائيانو دوران په مجموعي ډول د وژلي شوي ترهه ګرو شميره يوسل، يويشت ته رسيدلې ده ۔
ذرائعو زياته کړې چې سيکيورټي فورسز د بلوچستان مختلفو علاقو کښې په غريزو سيمو او لرې پرتو لارو کښې پټ شوي ترهه ګر آپريشن شعبان دوران په نښه کوي ۔

