د پاکستان او قطر کاميابې ثالثۍ وروستو د امريکې او ايران ترمينځ دوه ورځونه روانه کشيدګي اودريدلې، او په يو بل ئې حملې هم بندې کړيدي،د پاکستان، قطر او عمان سفارتي کوششونو وروسته مشرقِ وسطیٰ کښې جاري کشيدګۍ کښې کمې راغلې،چې لوجې ئې د امريکې، ايران جنګ مذاکرات بحالۍ طمع پيدا شويده،ثالث ملکونو کوشش دې چې فريقين د مذاکرات په ميز واپس راشي او مستقل جنګ بندي او حتمي لوظنامه اوشي ۔
بهر ملکي خبري ادارې مطابق ثالث ملکونو پاکستان، قطر او د عمان سفارتي کوششونو وروستو مشرق وسطیٰ کښې کشيدګې کښې کمي راغلې ده او يو وارې بيا امريکې او ايران جنګ مذاکرات د بحالې اميد پيدا شوېدې ۔
ثالث ملکونه کوشش کوي چې فريقين په فوري توګه نورو حملو نه ډډا اوکي او متنازعه امور، آبنائے هرمز کښې جهاز راني،بنديزونو او سيکيورټي معاملات باندې د مذاکرات په ميز واپس راشي ۔
تر دې وړاندې امريکي مسلسل دوه ورځو پورې د ايران جنوبي علاقو کښې په عسکري تنصيباتو، ميزائل لانچنګ سائټس، ډرون مراکز او سر ښار تهران سره نیزدې بعضې اهداب په نښه کړي وو ۔
بلخوا ايران دغه حملې د خپلې خودمختارۍ خلاف ورزي ګرځولې وې او خليجي ملکونو مصر، اردن او کويت کښې ئې موجود د امريکې فوجي اډو باندې ميزائل او ډرون حملې کړې وې ۔

