پي ډي ايم اے د خېبرپښتونخوا مختلفو سيمو کښې راتلونکي دوه ورځو دوران تيزو هواګانو سره د باران امکان څرګند کړې، وائي چې دې دوران غريزو سيمو کښې د د لينډ سلائيډنګ هم انديښنه ده،بلخوا د اسلام آباد مختلفو سيمو او خواؤشا نورو علاقو کښې باران وريدلې چې ورسره د ګرمۍ زور کم شويدې، موسمياتو محکمې راتلونکي شواروز دوران خېبر پښتونخوا، اسلام آباد،پنجاب او د ملک بعضې نورو علاقو کښې د نور باران امکان څرګند کړېدې ۔
د پي ډي ايم اے له اړخه د خېبر پښتونخوا مختلفو برخو کښې په يوولسمه او دولسمه جولائۍ تيزو هواګانو سره سره د تيز باران امکان څرګند کړې شوې، دې دوران چترال ،سوات ، دير ، شانګله ، مانسهره او کوهستان کښې د لينډ سلائنډنګ هم انديښنه ده ۔
د پي ډي ايم اے له اړخه جاري شوې اعلاميه کښي وئيلې شوي چې د ملاکنډ او هزاره ډويژن په ځينو سيمو کښې الرټ هم جاري کړې شوې ، چارسده ، نوښار ، مردان ، صوابۍ او ايبټ آباد کښې د اربن فلډنګ خطره هم پيدا شوې ده ۔
پي ډي ايم اے اعلاميه کښې مخکښې وئيلې شوي چې دې دوران د زيات باران لوجې د پختوانو کورونو د راپريوتو او فصلونو ته د نقصان رسيدو خطره هم ده ۔
پي ډي ايم اے زياته کړې چې دې دوران د هنګامي حالاتو په رڼا کښې ريسکيو ډبل ون ډبل ټو او نورې متعلقه ادارې هنګامي حالاتو لپاره الرټ کړې شويدي ۔
بلخوا د اسلام آباد مختلفو سيمو او خواؤشا نورو علاقو کښې باران وريدلې چې ورسره د ګرمۍ زور کم شويدې، موسمياتو محکمې راتلونکي شواروز دوران خېبر پښتونخوا، اسلام آباد،پنجاب او د ملک بعضې نورو علاقو کښې د نور باران امکان څرګند کړېدې ۔

