د پاک فوج ترجمان ليفټيننټ جنرل احمدشريف چودهري وئيلي چې دبلوچستان په منګي ډېم او کوئټه پمپنګ سټيشن باندې ترهه ګرو تير څلور ورځو دوران درې حملې کړي، د سيکيورټي فورسز جوابي کاروائۍ کښې اوسه پورې څلور پنځوس ترهه ګر وژلي شوي،او دوه څلويښت اهلکاران هم شهيدان شويدي،ډي جي آئي ايس پي آر مطابق د افغانستان زمکه پاکستان کښې ترهه ګرۍ لپاره استعماليږي او طالبان د ترهه ګرو مرستې کوي، د کراچۍ حملې منصوبه بندي هم افغانستان کښې شوې، ترجمان مطابق بلوچستان کښې د دهشت ګردۍ ټولې پيښې بهارت کوي ۔
ډي جي آئي ايس پي آرليفټيننټ جنرل احمد شريف چودهري د بلوچستان په موجوده صورتحال ميډيا بريفنګ پر مهال وئيلي دي چې بلوچستان کښې تير څلور ورځو دوران فتنته الخوارج او فتنته الهندوستان درې حملې کړي دي ۔
ډي جي آئي ايس پي آر اووئيل چي بلوچستان کښي دري آپريشنز شوي، دې دوران په مجموعي توګه دوه څلويښت ځوانان شهيدان شوي دي ۔
هغۀ اووئيل چې زيارت کښې دپوليس په چيک پوسټ هم حمله شوې وه،پوليس اهلکارو په جوابي کاروائۍ کښې پنځلس ترهه ګرو وژلي دي ولې چې کله د ترهه ګرو خلاف ګهيرا تنګه شوه نو ترهه ګرو د پوليس اتلس ځوانان شهيدان کړل ،د ترهه ګرو مقصد په خلقو کښې ويره ترهه خورول وو ۔
دپاک فوج ترجمان مخکښې اووئيل چې بهارت ته د پاکستان خوشحالي قبوله نۀ ده، دغه وجه ده چې بهارت په بلوچستان کښي بار بار د ترهه ګرۍ حملې کوي ۔
ترجمان په ډاګه کړې چې زمونږ دښمنانو ته د پاکستان د ترقۍ نه مسئله ده ، بهارت د افغان طلبانو رجيم سره په شريکه پاکستان کښي ترهه ګري کوي او دې لپاره د افغانستان زمکه استعماليږي او طالبان د ترهه ګرو مکمل ملاتړ کوي ۔
د پاک فوج ترجمان زياته کړې چې دې ترهه ګرو او د دوي مرستيالو ته به هيڅ قسمه رعايت ورنکړې شي،بلوچستان کښې د ترهه ګرو د حملو نه پس په مجموعي توګه څلور پنځوس ترهه ګر وژلي شوي دي ۔

