د وزير اعظم کوآرډينيټر اختيار ولي د خېبر پختونخوا حکومت په متنازعه بل سخت ردعمل راغلې ، وئيلي دي چې د بل لاندې به هر اسمبلۍ غړي او د هغه کور وادنو ته تاحيات بليو پاسپورټ ميلاويږي ، وزيراعلیٰ ته لامحدود اختيارات ميلاؤ شويدي ۔
اسلام آباد کښې پریس کانفرنس ته د وینا پر مهال اختیار ولي خان وئيلي چې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ یو داسې متنازعه او غېرقانوني بل منظور کړی چې خواؤشاه په څلوېښت شقونو مشتمل دې، د دې قانون لاندې وزيراعلیٰ ، وزیرانو ،مشیرانو او د اسمبلۍ غړو ته ببے کچه زیات او غېرمعمولي اختیارات ورکړلې شوي دي ۔
هغۀ زياته کړي چې د کورنيو غړو ته هم خاص مراعات ورکړې شوي، داسې قانون نۀ په پنجاب، نۀ سندھ او نۀ په بلوچستان کښې شته او داسې مراعات خو کيدې شي د ملک صدر ته هم حاصل نۀ وي ۔
اختيار ولي وئيلي چې د دې قانون لاندې د اسمبلۍ غړو ته په عدالت کښې د پیشۍ نه استثنا ورکړې شوې ، د اسمبلۍ د حاضرۍ په اړه هم بے ځایه اختیارات ورکړې شوي دي ۔
اختیار ولي خان د وسلې د لائیسنسونو په زیاتوالو هم سخت انديښنه څرګنده کړې او وئيلي دي چې د وسلې د لائیسنسونو شمېره د دوه نه اتۀ پورې زیاته کړیې شوې ده ۔
د وزیراعظم کوآرډینیټر د اسمبلۍ غړو ته د بليو پاسپورټ په ورکولو هم سختې نیوکې کړي او وئيلي دي چې د دې تر شا یو خاص مقصد ښکاري، پی ټي آئي د تېرو پنځلسو کالو راهسې په خېبرپښتونخوا کښې حکومت کوي خو اوس داسې ښکاري چې بهرني هېوادونو کښې د سیاسي پناه اخیستو تیارۍ روانې دي ۔
هغۀ مخکښې وئيلي چې د د پي ټي آئي خلق بهر ملکونو کښې ناست دي او د پاکستان خلاف پروپیګنډې کوي. د غریبانو په نوم ووټ اخیستونکو د خپلو ذاتي ګټو لپاره د صوبې قوانین او خزانه د خپو لاندې کړيده ۔

