امريکني صدر ډونلډ ټرمپ د پاکستان او بهارت ترمينځ تاؤ تريخوالې کمولو لپاره د ثالثې پيشکش کړې او وئيلي دي چې دواړو ملکونو ترمينځ کړکيچ کښې کردار ادا کولو ته تيار يم ۔
وائټ هاؤس کښې ميډيا سره خبرو په وخت ډونلډټرمپ اووئيل چې بهارت او پاکستان په يو بل حملې اوکړې خو حالات نور خرابيدل نه دي پکار، بائد دواړه ملکونه د تحمل نه کار واخلي ۔
امريکائي اولسمشر ډونلډ ټرمپ اووئيل چې د دواړو ملکونو مشرانو سره مې ښۀ تعلقات دي، د دې کشالۍ حل لپاره د دريم ګړي کردار ادا کولې شم ۔
امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ په دواړو ملکونو زور راوړې چې فوري توګه دې د صبر نه کار واخلي ، حالات دې نور نه خرابوي،
دواړه هيوادونه ښۀ پيژنم ، دا صورتحال واقعي ډير خطرناک دې ۔
امريکائي صدر زياته کړې چې پاکستان او بهارت يو بل ته جواب ورکوي ، طمع ده چې نوره معامله به نۀ زياتيږي ، کۀ زما د مرستې ضروت وي نو تيار يم ۔