د نيشنل اليکټرک پاور ريګوليټري اتهارټي طرف نه جاري شوې نوټي فکيشن مطابق کراچۍ پشمول د ټول ملک صارفينو ته د بجلۍ نرخ کښې د نور کمي منظوري ورکړې شويده ۔
د نيپرا په نوټيفکيشن کښې وئيلي شوي چې د بجلۍ قيمت کښې يو روپې يو اوويا پيسې في يونټ کمې شويدې ۔
نيپرا وئيلي چې دبجلۍ نرخ کښې د کمي اطلاق به د اپريل نه تر جون پورې درې مياشتو پورې وي ، دې ريليف نه به د لائف لائن صارفين نۀ مستفيد کيږي ۔
وفاقي حکومت ټيرف ډيفرينشل سبسډي سيوا کولو لپاره درخواست کړې ووه په کوم نيپرا په څلورم اپريل سماعت کړې وو ۔