اسلام آباد: قامي اسمبلۍ نه وروستو سينيټ کښې هم منتازع پيکا ايکټ ترميمي بل منظور کړې ، سينيټ کښې پيکا ترميمي بل رانا تنوير وړاندې کړې چې پرې اپوزيشن هنګامه آرائي کړې او صحافيانو هم د پريس ګيلرۍ نه واک آؤټ کړې ۔
د پي ټي آئي سينيټر شبلي فراز وئيلي چې قانون پاس کول زمونږ کار دې چې پرې مشوره کولې کيديشې ، دلته قانون بغير مشورې پاس کولې شې ، هغه وئيلې چې که چرې د قانون مقصد بهلائي وي ۔
بيا څوک هم اختلاف نۀ شې کولې ، هغه زياته کړې چې پيکا مقصد يو سياسي جماعت ټارګټ کول دي ۔
واضحه دې وي چې پاکستان فيډرل يونين آف جرنلسټس متنازع پيکا ايکټ تراميم خلاف نن د ملک ګير احتجاج کال ورکړې وو ۔