پیښور هائيکورټ چیف جسټس اشتیاق ابراهیم وئیلی دی چی صوبائی حکومت به ارومرو ججانو ته سکیورټی ورکوی چی کوم جج د پولیس افسر خلاف حکم جاری کړی نو بیا ترینه سکیورټی واپس کړې کیږی وس به داسی نه کیږی جنوبی اضلاع کښې بدامنی لوجی عدالتونه بند کړی شوې
پیښور هائيکورټ چیف جسټس اشتیاق ابراهیم او جسټس اعجاز انور باندې مشتمل دوه کسیزه بینچ د ججانو سکیورټی په اړه دائر کړی شوې رټ پټیشن سماعت کړی د سماعت په وخت چیف جسټس اشتیاق ابراهیم د صوبائی حکومت او ایډیشنل ایډوکیټ جنرل انعام یوسفزئې نه استفسار کړې چې هر یو ډپټی کمشنر او اسسټنټ کمشنر ته سکیورټی ورکړې شوې که نه ده چیف جسټس وینا وه چی هر کال پیښور کښې پنځه پنځوس نه واخلی تر شپیته زره پوری ایف ائی آر درج کړی کیږی ججان په مقدماتو باندې فیصلې ورکوې په دی باندی ایډیشنل ایډوکیټ جنرل انعام یوسفزئې ووئیل چې د ججانو سکیورټی لپاره ایس او پیز جوړ کړې شوې د پولیو مهم بلی هفته نه شروع کیږی چې لوجې به پولیس مصروف وی په دی باندی جسټس اعجاز انور ووئیل چی ددی لپاره دی بیل فورس جوړ کړې شی ایډیشنل ایډوکیټ جنرل وینا وه چی صوبائی حکومت به ججانو ته سکیورټی ورکوی چی کومی خطرناکې علاقې دی هلته ججانو ته سکیورټی ورکولو لپاره اقدامات پورته کړی شوې چیف جسټس اشتیاق ابراهیم ووئیل چې جنوبی اضلاع کښې د سکیورټی خراب صورتحال لوجې عدالتونه بند پراته دی جسټس اعجاز انور استفسار کړې چې عدالتونه بند دی وکیلان په احتجاج باندی دی ججان نقل وحرکت نشی کولی په دی باندی هوم ډیپارټمنټ موقف خپل کړی چی د پولیو مهم ختم شی نو بیا به ججانو ته فول پروف سکیورټی ورکړې شی جسټس اعجاز انور ووئیل چې څوک هم په کانوائے کښی سفر کوی نو بیا هم ترهګرو ته ددی علم وی کچری عدالت رپورټ طلب کړې چې افسرانو سره څومره ګاډی دی چیف جسټس اشتیاق ابراهیم ووئیل چې پیښور هائيکورټ سره یو بلټ پروف ګاډی دی د درخواست ګزار وکیل استدعا کړی چې پرخطر علاقو کښې دی ججانو ته بلټ پروف ګاډی ورکړې شی په دی موقع باندی ایډیشنل اټارنی جنرل موقف خپل کړی چی اټارنې جنرل افس لپاره سکیورټی نشته
پیښور هائيکورټ د رټ پټیشن نور سماعت د دسمبر اتلسمې نیټه پوری ځنډولی شوې