ریاض : وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې په غزه کښې اسرائيل د جارحيت ټول حدونه پار کړيدي، په زرګونو ماشومان او زنانه شهيد کړے شوي، په لکونو خلق بے کوره دي، د لوږې ، قحط او علاج نيشت والي په وجه د فلسطينيانو په مرګونو کښې اضافه روانه ده ۔
دا خبرې وزيراعظم شهبازشريف په رياض کښې منقعد د غزه او لبنان په صورتحال د عرب او اسلامي ملکونو سربراهي اجلاس ته خطاب دوران کړيدي ۔
وزيراعظم شهبازشريف وئيلي چې د دې کانفرنس په انقعاد د سعودي عرب قيادت ستائني وړ دے، ځکه چي غزه او لبنان کښې صورتحال ورځ تر بله خرابيږي
شهبازشريف اووئيل چې په غزه او لبنان کښې دې په فوري توګه جنګ بندي اوکړے شي،اسرائيل ته دې د وسلې فراهمي بنده کړے شي، او په جنګي جرائم دې اسرائيلي وزيراعظم نيتن ياهو ته سخته سزا ورکړے شي ۔
شهبازشريف اووئيل چې اسرائيل د انساني امداد بندش بطور جنګي هتيار استعمالوي، پاکستان د فلسطيني او لبنان اولس سره ولاړ دے، اسرائيل د خطے لپاره يو لويه خطره ده ۔
وزيراعظم شهبازشريف غوښتنه کړې چې په فوري توګه دې غزه او لبنان کښې جنګ بندي اوکړے شي،اسرائيل ته دې د وسلے فراهمي بنده کړے شي، او په جنګي جرائم دې اسرائيلي وزيراعظم نيتن ياهو ته سزا ورکړے شي ۔
بلخوا وزيراعظم شهبازشريف سره د سعودي سرمايه کارۍ وزير ملاقات کړې، چې پکښې د دواړه ملکونو ترمينځ سرمايه کارۍ پشمول په نورو اقتصادي چارو خبرې شويدي ۔
په دې موقع وزيراعظم اووئيل چې د پاکستان او سعودي عرب ترمينځ برادرانه تعلقات دي،سعودي عرب په هرمشکل وخت کښې د پاکستان سره مدد کړيدے، د دواړه ملکونو ترمينځ ښه تعلقاتو په وجه د سرمايه کارۍ لپاره نوے لارې هموارې شوي او اقتصادي تعاون سيوا شويدې ۔