اسلام آباد:د آئيني تراميم په معامله اهم وړانديز مخې ته راغلې دې، مسلم ليګ ن او پيپلز پارټي د آئيني عدالتونو د جوړيدو فيصلې نه لاس په سر شويدي ۔
اسلام آباد کښې د چيئرمين سيد خورشد شاه مشرۍ کښې د آئيني عدالتونو لپاره جوړې شوې د پارليمان خصوصې کميټۍ غونډه شوې چې پکښې د شپږ ويشتم آئيني ترميم په معامله غور شويدې ۔
ذرائعو وئيلي چې د وفاقي حکومت اتحادي جماعتونواو جے يو آئي د آئيني عدالتونو قيام په اړه شپږ ويشتم آئيني ترميم ډراپ کولو نه پشا شوي او آئيني بنچ باندې ئې اتفاق کړېدې ۔
حکومتي اتحادي جماعتونو او جے يو آئي دې لړ پاکستان تحريک انصاف سره هم د نور مشاورت کولو فيصله کړېده ،دې حوالې سره به مولانا فضل الرحمان پي ټي آئي سره نوې مسوده شيئر کوي ،چې ورسره نوې مسودې تياري هم آخري مرحله کښې داخل شويده ۔
دغې وجوهاتو لوجې د پارليمان خصوصې کميټۍ غونډۀ يو ځل بيا بغير د څه نتيجې ختم شوې او سبا جمعې په ورځ بيا رابللې شويده ۔