ډيره اسماعيل خان نه اغوا شوي درې ايف سي اهلکار او د نجي بنک څلور سيکيورټي اهلکار حفاظت سره بازياب شويدي ۔
مقامي ذرائع وائي چې د ټانک امن کميټۍ په کوششونو اغوا کارو دغه کسان په غيرمشروط توګه خوشې کړيدي ۔
ترهه ګرو درې ايف سي اهلکار د کوټ اعظم سيمې نه په يوؤلسم اګست اغوا کړې وو،او د نجي بينک سيکيورټي ګارډز په نهمه جولائۍ اغوا شوي وو۔
تيره ورځ د وزيراعلیٰ خېبرپښتونخوا علي امين ګنډاپور کور مخې ته ډې آئي خان کښې د بينک سيکيورټي ګارډز خپل خپلوانو احتجاجي مظاهر کړې وه ۔
دوي مطالبه کړې وه که چرې اغوا شوې کسان خوشې نکړې شول نو دوي به د وزيراعلیٰ کور مخې ته خپل ځان اوسوزوي ۔
ياده وي چې په نهمه جولائې وسله والو د نجي بينک ګاډې لوټ کړې وو او سيکيورټي ګارډ ئې اغوا کړي وو۔ وسله بيا وروستو د بينک ګاډي سوزولې هم وو۔