وزيراعظم شهبازشريف سره د ډيره اسماعيل خان سره تعلق لرونکې ګنيز بک آف ورلډ ريکارډ جوړونکې پنځه کلن ماشوم سفيان محسود ملاقات کړېدې ۔
وزيراعظم اووئيل چې سفيان محسود ګنيز بک ورلډ ريکارډ جوړ ولو سره د پاکستان او خپل مور پلار نوم روښانه کړېدې، ځوانانو ته به لوبو مواقع فراهم کولې شي۔
وزيراعظم مخکښې وئيلي چې د پاکستان باصلاحيت ځوانان د ملک روښانه مستقبل ضمانت دي او لوبو په ميدان کښې د پاکستان نوم روښانه کوي ۔
ملاقات دوران سفيان محسود وزيراعظم ته اووئيل چې مستقبل کښې به سائنسدان جوړيږم او د پاکستان نوم به روښانه کوؤم ۔
وزيراعظم شهبازشريف پنځه کلن ماشوم سفيان محسود سره په پښتو کښې هم خبرې اترې کړي او د هغه عزم ئې ستائلې دې ۔
وزيراعظم د يوتهـ پروګرام چيئرمين ته ځوانانو ته د لوبو نورو سرګرميانو فراهم کولو او ډيره اسماعيل خان کښې د سفيان محسود پلار عرفان حسود اکيډمې سره اشتراک کولو هدايات کړيدي ۔