په داسي حال کښې چې د صوبے خلکو کله د يوے خوا نه د بهتے پرچياني ميلاويږي او کله د بلې خوا نه ،او اوس پکښې داسې خبرونه هم راځي چې پوليس يا سي ټي ډي پکښې هم خلک اوچت کړي او بيا ئې د کورنيو څخه د تاوان مطالبه کوي او نن پکښې د پيښور هائي کورټ باقاعده تحريري حکمنامه هم راغله ،دا معامله څومره سنجيده ده،په دے باندې د خبرو لپاره راسره سنئير صحافي او تجزيه کار مبارک علي صيب موجود دے ،مبارک صيب کۀ لږ موپوهه کړۍ،اخر د پښتونخوا خلک چرته لاړ شي چې څوک ئې ساتي او هغوي ترينه بهتے اخلي ؟
مبارک صيب عموما چې کله د سيکورټي حالات ګډ وډ شي نو بيا پکښې هر سړے د خپلې مرضۍ کارونه کوي،تر دے پورې چې د خپلې ادارے غلط استعمال پکښې هم کوي نودا راته اووائۍ چې آيا زمونږ په صوبه کښې حالات يا نظام دومره ګډ وډ شويدے چې هډو تپوس پکښې نشته بس چې څۀ اوکړل؟