په کرمه ضلع کې د امن و امان لپاره جوړه کړې شوے لويه جرګه بغير د څه نتيجې ختمه شوے، د خيبرپختونخوا اطلاعاتو مشير بيرسټر محمد علي صيف په دے حقله وئيلي چې فريقينو د مورچو ختمولو او وسلې جمع کولو لپاره وخت غوښتې دے
په کرمه ضلع کې د دوؤ ډلو ترمينځ تاو تريخوالے د تير يو سل او شلو کالو نه راروان دے، وخت تر وخته د دے مسلې د حل لپاره جرګه راوبلل شي خو تر اوسه ئې څه نيتجه نه ده راوتے۔
د اوسنې پيښو نه پس د خيبرپختونخوا لويه جرګه جوړه کړې او دغه مسله په مستقله توګه هوارؤل غواړي۔
د نهه ورځو نه روانې جرګې نه اميد وو چې دا مسله به په مستقله توګه حل شي خو بغير د څه نتيجې جرګه ختمه شوے او په ټولنيزو رسنيو دا خبرونه مخې ته راځي چې جرګه ختمه شوے، خو د خيبرپختونخوا د اطلاعاتو مشير دغه خبرونه دروغ ګرځوي او وائي چې فريقينو د مورچو ختمولو او وسلې جمع لپاره د مشاورت وخت غوښتې
دلته دا خبره هم د ذکر وړ ده چې د لارو بنديز له امله محصور عوامو مسلې ورځ تر بله سيوا کيږي
حکومت د هيلي کاپټر د لارې د روزمره ضرورت سامان ليږي خو د علاقې خلک وائي چې دا ناکافي دي او ژوند ئې ډير سخت شوے
په کرمه ضلع کې تعليمي ادارې بندے دي او د خوراکي توکو د قحط خبرونه هم مخې ته راځي، په دے حقله يو ځائي اوسيدونکي په پېښور هائيکورټ کې رټ جمع کړې چې پکې درخواست ګزار دريځ خپل کړي چې د امن و امان صورتحال ته دے خصوصي پام اوشي او د تعليمي ادرو سره سره د صحت شعبې دے پرانيستلې شي۔