وفاقي وزير احسن اقبال مشرۍ کښې حکومتي وفد منصوره لاهور کښې د جماعت اسلامي امير سره ملاقات کړې ،په دې موقع حکومتي کميټۍ د هړتال ختمولو خواست کړې، امير جماعت اسلامي حافظ نعيم الرحمان وئيلي چې دهرنې اومذاکرات به جاري وي،حکومت دې په پټروليم مصنوعات باندې ليوي ختم کړي او د ډوډۍ او بجلۍ نرخ دې کم کړي، حافظ نعيم مذاکرات لپاره لياقت بلوچ مشرۍ کښې کميټي هم جوړه کړې ۔
لاهور: د وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ کښې حکومتي وفد د ملک ګير هړتال پرمهال مذاکراتو لپاره د جماعت اسلامي مرکز منصورې ته ورغلي او د جماعت اسلامي امير سره ئې ليدۀ کاتۀ هم کړي ۔
د جماعت اسلامي نائب امیر لیاقت بلوچ حکومتي کمېټۍ ته درې غوښتنې وړاندې کړې.چي پکښې د پېټرولیم مصنوعاتـو د لېوي ټېکس ختمول د آئي پي پيز معاهدو ختمول او د بجلۍ قيمت د کمولو غوښتنه شويده ۔
وفاقي وزير احسن اقبال مطابق جماعت اسلامي نه هم د داسې تجاويز غوښتنه شويې چې پکښې د پيټرول نرخونو بوجھ کم کړې شي ۔
احسن اقبال مخکښې اووئيل چې جماعت اسلامي دې ټيم تيار کړي مونږ مذاکراتو لپاره تيار يو، مونږ نۀ غواړو چې ملکي خراب صورتحال نه دښمن فائده پورته کړي ۔
حکومتي کمېټۍ وئیلي دي چې د جماعت اسلامي غوښتنې جائزې دي، خو د پېټرولیم مصنوعاتـو نرخ بائد د نړیوال صورتحال په تناظر کښې وټاکلي شي. د عوام ریلیف د حکومت وړومبۍ ترجیح ده ۔
د حکومتي وفد په مذاکراتو کښې سېنېټر رانا ثناءالله ، وفاقي وزیر احسن اقبال او خواجه سلمان رفیق شامل وو، بلخوا د جماعت اسلامي امير ځکومت سره مذاکراتو لپاره لياقت بلوچ مشرۍ کښې کميټي قائم کړې ، او وئيلي دي چې دهرنا به هم جاري وي او مذاکرات به هم کيږي ۔

