امير جماعت اسلامي حافظ نعيم الرحمان وئيلي دي که چرې مذاکراتي کميټي خپل کار صحيح نۀ کوي او زمونږ جائز غوښتنې نۀ منلې کيږي نو بيا به حکومت ګراؤ،، انقلاب لاؤ تحريک شروع کوؤ، حافظ نعيم وئيلي چې د پټرول ليوي په نوم خلقو نه بهته اخستې کيږي، جماعت اسلامي د عام ولس ترجماني کوي او د بجلۍ بلونو کښې کمې هم د جماعت د تحريک په نتیجه کښې شوې دې .
د سوات نشاط چوک کښې جلسې ته وينا پر مهال د جامعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمان وئيلي دي چې د کراچۍ نه تر چترال پورې خلقو تاریخي هړتال کړې او خپل طاقت ئې ښکاره کړې ۔
هغۀ اووئيل چې د ملاکنډ ډویژن خلقو د جماعت اسلامي د تحریک ملاتړ کړې او دا تحریک د یوې ډلې نه، بلکه د عام اولس تحريک دې، حکومت د عامو خلقو ژوند ډېر سخت کړې دې ۔
امير جماعت اسلامي اووئيل چې د پټرولو د لیوي له امله د هر شي نرخونه زیات شوي او خلق د پټرولو اچولو په وخت تر پنځه ويشت فیصده پورې بهته ورکوي ۔
حافظ نعيم الرحمان وئيلي دي که چرې مذاکراتي کميټي خپل کار صحيح نۀ کوي او زمونږ جائز غوښتنې نۀ منلې کيږي نو بيا به حکومت ګراؤ،، انقلاب لاؤ تحريک شروع کوؤ ۔
حافظ نعيم وئيلي چې د پټرول ليوي په نوم خلقو نه بهته اخستې کيږي، جماعت اسلامي د عام ولس ترجماني کوي او د بجلۍ بلونو کښې کمې هم د جماعت د تحريک په نتیجه کښې شوې دې .

