پېښور: د سپیکر بابر سلیم سواتي په مشرۍ کښې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غونډه کښې د قانون وزیر آفتاب عالم د پوهنتون ترمیم بل 2024 وړاندې کړې ۔
د خېبرپښتونخوا يونيورسټيز ترميمي بل 2024 په ايوان کښې په څو ترميمونو سره منظور کړې شوې چې پکښې د يونيورسټيو وي سيز تعيناتو په حواله د ګورنر ټول اختيارات وزيراعلیٰ ته سپارل شويدي ۔
د بل د متن مطابق د پوهنتون په قانون کښې د ګورنر پر ځائې د وزیر اعلی لفظ شامل شوې، چې اوس به د پوهنتون چانسلر وزیر اعلی وي ، ولې ګورنر به نۀ وي ۔
د بل د متن مطابق وائس چانسلر به پلور کالو لپاره تعينات کيديشي، کۀ چرې کرکردګي ئې د پنځه شپيته فيصد نه کمه وه نو په دوئم کال به خپلې عهدې نه لرې کولې شي ، او کۀ چرې کارکردګي ئې تسلي بخش وه نو بيا به څلور کاله پورا کولې شي ۔
متن مطابق بل کښې د خېبرپښتونخوا هم ختم شوې ،وائس چانسلر به د ټول ملک نه منتخب کولې کيديشي، کي يوې يونيهورسټۍ کښې د پروفيسرز شميره درې نه کمه وي نو پرو وائس چانسلر به موجود پروفيسرز کښې مقرر کولې شي ۔
بل ترمخه د وائس چانسلر د تعيناتۍ موده به درې کاله وي،رجسټرار به د يونيورسټۍ انتظامي افسرانو نه مقرر کولې شي ، کۀ چرې يونيورسټۍ کښې انتظامي افسر موجود نۀ وي نو بيا به د سول سرونټس يو افسر درې کالو لپاره مقرر کولې شي ۔