د وفاقي خزانې وزارت لخوا جاري شوې نوټي فکيشن مطابق راتلونکي پنځلس ورځو لپاره د پټروليم مصنوعاتو نرخ کښې کمې شويدې ۔
نوټي فکيشن مطابق د پټرول قيمت کښې في لټر يو روپې شپږ اتيا پيسې کمي نه پس د دې نوې نرخ دوه سوه شپيته روپې او شپږ نوي پيسې مقرر شويدې ۔
د خزانې وزارت وئيلي چې د لائټ ډيزل قيمت في لټر دوه روپې اووه نوي پيسې کم شوې او نوې نرخ ئې يو سل څلور پنځوس روپې او پنځه پيسې مقرر شويدې ۔
نوټي فکيشن ترمخه د خاورو تيلو نرخ کښې هم دوه روپې دولس پيسې کمې شوې او نوې قيمت ئې يو سل نهه شپيته روپې او دوه شپيته پيسې مقرر شويدې ۔
دې نه علاوه د هائي سپيډ ډيزل نرخ کښې درې روپې دوه ديرش پيسې کم کړې شوې او نوې قيمت ئې دوه سوه دوه شپيته روپې او پنځه اوويا روپې مقرر شويدې ۔