د پي ايس او، او قامي ائيرلائن ترمنځ تيلو معامله لاتروسه نه ده حل شوې، نن هم د پي آئي اے اته پنځوس پروازونه د ځنډ ښکار شوې چې پکې ملکي او غير ملکي فلائټونه شامل دي.
د تيرو څو ورځو نه د پي ايس او، او د پاکستان قامي ائيرلائن” پي آئي اے” ترمنځ تيلو معامله روانه ده چې لاتروسه نه ده حل کړې شوې، په روزانه بنياد د پي آئي اے بيلا بيل فلائټونه منسوخ کولے شي، فلائټ شيډول مطابق نن هم اته پنځوس ملکي او غير ملکي فلائټونه منسوخ کړې شوې،
تيرو يولس ورځو کښې په مجموعي توګه د پي آئي اے پينځه سوه اته ديرش پروازونه ځنډولې شويدي