پېښور زلمي د پاکستان سپر ليګ فائنل ته کواليفائي کړيده، د ايونټ کواليفائر ميچ کښې ئې اسلام آباد يونائټډ ته په اوويا رنز ماتې ورکړې او کاميابي ئې ترلاسه کړې، د پېښور زلمي د دوه سوه، دوه ويشت رنز هدف جواب کښې د اسلام آباد يونائټډ ټول ټيم په يوسل، يو پنځوس رنز آؤټ شوېدې، شاندار سنچري سکور کولو باندې د زلمي کپتان بابراعظم د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولي شويدې ۔
کراچۍ کښې لوبيدلې د پي ايس ايل يوولسم ايډيشن کواليفائر ميچ کښې پيښور زلمي اول بېټنګ کړې وو او مقررها وورز کښې ئې اووۀ وکټو په زيان دوه سوه، يويشت رنز جوړ کړي وو ۔
پېښور طرف نه کپتان بابراعظم شاندار بېټنګ کړې او يوسل درې رنز باندې آؤټ شوې وو، کوسال مينډس يو څلويښت او محمد حارث پنځه ديرش باندې جوړ کړي وو ۔
اسلام آباد لخوا شاداب خان درې او رچرډ ګليسن دوه وکټې په خپل نوم کړې وې، د مقرره هدف په تعاقب کښې د اسلام آباد يونائټډ ټول ټيم يوسل،يو پنځوس رنز باندې آؤټ شوې او ميچ ئې په اوويا رنز بيللې دې ۔
اسلام آباد طرف نه ټولو نه زيات سمير منهاس څلور څلويښت، محسن رضا پنځه ويشت او عماد وسيم دوه ويشت رنز جوړ کړي وو، پېښور زلمي لخوا آرون هارډي درې، محمد باسط او سفيان مقيم دوه، دوه وکټې په خپل نوم کړي دي ۔
دې ميچ کښې کاميابۍ نه پس پشاور زلمي د ايونټ فائنل ته کواليفائي کړې ، او اسلام آباد يونائټډ به اوس د حيدر آباد کنګز مېن او ملتان سلطانز ترمينځ لوبيدونکې ايلي مينيټر ون کامياب ټيم سره په ايلي مينيټر ټو ميچ کښې مقابله کوي ۔
د ايونټ فائنل ميچ به جمعې په ورځ لاهور کښې لوبيږي ، کوم لپاره چې پېښور زلمي کواليفائي کړيده ۔

