لکي مروت کښې نامعلومو ترهه ګرو د احمد خېل اډې سره نېږدې صديق خان نومې د جېل پوليس اهلکار تښتولی دی، پوليس وينا مطابق تښتول شوی پوليس اهلکار د کرک جېل کښې تعينات وو او په چهټۍ کور ته راغلې وو ۔
لکي مروت: پوليس چارواکو وئيلي چې تښتولې شوې پوليس اهلکار د لکي مروت عبدالخېل اوسېدونکې دې او ترهه ګرو هاغه وخت اغوا کړې چې کله هغه په موټرسائيکل د يو کار لپاره د لکي مروت ښار ته روان وو ۔
پوليس د ملزمانو لټون اود تښتولې شوي پوليس اهلکار بازيابۍ لپاره کاروائيانې شروع کړي دي ۔
ياده دې وي چې تيره ورځ هم دې سيمې څخه ترهه ګرو د اينټي نارکوټکس پوليس يو اهلکار تښتولې وو او وروسته ئې بيا ډير بے دردۍ سره شهيد کړې وو، او هغه هم د لکي مروت عبدالخېل اوسېدونکی وو ۔

