پاکستان د افغانستان کُنړ ولايت کښې مبينه حملو په حواله د افغان چارواکو او ميډيا خبرونه رد کړي،په سوشل ميډيا د اطلاعاتو وزارت لخوا بيان کښې وئيلي شوي چې د مبينه حملو دغه خبرونه پروپيګنډامهم دې،فينټم سټرائکس په اړه د افغان ميډيا خبرونه د حقائق خلاف دي، دا پروپيګنډا د بهارتي عناصرو په وينا کيږي،وزارت اطلاعات دا هم وئيلي چې افغان طالبانو د هيواد اولس مسئلې حل کولو کښې ناکامۍ لوجې غلط معلومات او نفرت انګيز بيانيه خپله کړې ۔
اسلام آباد: وفاقي وزارت اطلاعات د افغان ميډيا د سيد جمال الدين يونيورسټۍ باندې د حملې دعویٰ رد کړې او وئيلي دي چې فينټم سټرائکس په اړه دغه خبرونه بے بنياده دي ۔
وزارت اطلاعات ترمخه افغان ميډيا دعویٰ کړې چې پاک فوج په اووۀ ويشتم اپريل د افغانستان صوبه کُنړ کښې حملې کړې وې، او حملو کښې ئې د افغان سيد جمال الدين يونيورسټۍ او رهائشي علاقې په نښه کړې وې ۔
افغان ميډيا دا دعویٰ هم کړې چې دغه حملو کښې درې کسان پحق رسيدلي او پينځه څلويښت ژوبل شوي دي ۔
بيان کښې وئيلي شوي چې دروغو دعویٰ د افغان طالبانو همدردي ترلاسه کولو کوشش دې، د پاکستان کاروائيانې درست او انټيلي جنس په بنياد کيږي، سيد جمال الدين افغان يونيورسټي باندې پاکستان هيڅ حمله نۀ دې کړې ۔
وزارت اطلاعات مخکښې وئيلي چې افغان ميډيا دغه يونيورسټۍ باندې حملې دعوې بے بنياده او دروغ دي، افغان ميډيا د ترهه ګر ډلو حمايت پټولو لپاره جعلي خبرونه خوروي ۔

