د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې پاکستان د ايران، امريکې شخړه حل کولو کښې بهترين کار کړې،وزيراعظم شهبازشريف بهترين او فيلډ مارشل سيد عاصم منير شاندار شخصيت دي ۔
د امريکي صدر ډونلډ ټرمپ ميډيا سره خبرو کښې اووئيل چې سټيو وټکوف، جيرډ کشنر د پاکستان سفر نۀ کوي، اوږد سفر دې ډير وخت په کښې ضائع کيږي ۔
ټرمپ اووئيل چې سټيووټکوف، جيرډ کشنر دوره د پاکستان اوږد سفر لوجې منسوخ کړې شوې ده، بے مقصده خبرو لپاره دومره اوږد سفر کولو ضرورت نيشته دې ۔
امريکي صدر مخکښې اووئيل چې پاکستاني وزيراعظم بهترين انسان او فيلډ مارشل شاندار شخصيت دي، پاکستان د ايران، امريکي شخړه حل کولو کښې بهترين کار کړېدې، که ايران خبره کول غواړي نو صرف فون کولې شي،مونږ به په ټيليفون خبرې اترې کوؤ ۔
امريکائي صدر زياته کړې چې ايراني چې کله غواړي نو مونږ ته کال کولې شي، پاکستان د ثالثې لپاره مخلصانه او سنجيده کوششونه جاري ساتلي دي ۔

