افغان طالبانو او ترهه ګرو يو وارې بيا بغير د څه اشتعال په چمن سيکټر د جارحيت مظاهره کړې، پاک فوج د ترهه ګرو او د دوي د سرپرستو عزائم ناکامه کړيدي، سيکيورټي ذريعو ترمخه پاک فوج د طالبانو سرشان، المرجان،ايدهي پوسټ، ګاډي او نور تنصيبات په نښه کړي او درنه مرګ ژوبله ئې ورته اړولي ده، سيکيورټي ذرائع وائي چې غضب للحق آپريشن به ټول مقرره هدفونه ترلاسه کولو پورې جاري وي ۔
سيکيورټي ذرائعو وئيلي دي چې د پاک فوج آپريشن غضب للحق تحت د افغان طالبانو بغير د څه اشتعال جارحيت باندې مبني کاروائيانې جاري دي ۔
ذرائعو ترمخه پاک فوج د ترهه ګرو او د دوي د سرپرستو عزائم ناکامه کړې، او چمن سيکټر کښې ئې د پولې بلک اړخ ته د افغان طالبانو يو شمير چوکۍ مؤثر طريقے سره په نښه کولو وروستو تباه کړېدي ۔
ذرائعو مخکښې وئيلي چې سرشان، المرجان، ايدهي پوسټ ، ګاډي او نور تنصيبات هم کاميابۍ سره په نښه کړې شويدي ۔
سيکيورټي ذرائعو مخکښې وئيلي چې د پاکستان سيکيورټي فورسز د وطن دفاع لپاره عزم غير متزلزل دې، ترهه ګرو او د دوي سرپرستو ځزائم به خاورو کښې خاورې کولې شي، او دا چې د پاک افواج آپريشن غضب للحق به ټول خپل اهداف ترلاسه کولو پورې جاري وي ۔

