د پاکستان سُپر ليګ شائقينو لپاره د خوشحالۍ يو بل خبر، وزيراعظم شهبازشريف د پي ايس ايل ټول پلے آف ميچونو کښې هم مينه والو ته ګراؤنډ کښې د ميچ کتو اجازت ورکړيدې ۔
اسلام آباد: د پي ايس ايل فائنل کښې مينه والو ګراؤنډ ته تلو اجازت نه پس وزيراعظم اوس د ايونټ پلے آف ميچونو کښې هم شائقين ته ګراؤنډ کښې د ميچ کتو اجازت ورکړېدې ۔
دې لړ کښې د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمين محسن نقوي اسلام آباد کښې وزيراعظم شهبازشريف سره اهم ملاقات کړې، چې پکښې د پي ايس ايل يوولسم ايډېشن باقي ميچونو کښې د شائقينو د شرکت په معامله خبرې شويدي ۔
د پي سي بي چيئرمين محسن نقوي وئيلي چې مونږ پلے آف ميچونو لپاره شائقين ته ګراؤنډ کښې اجازت ورکولو کښې کامياب شوي وو ۔
محسن نقوي مطابق وزيراعظم هدايت کړې چې شائقين دې پبلک ټرانسپورټ استعمال کړي، او د توانائۍ زيات خرچ نه دې ډډه اوکړي ۔

