پاکستان په درئم ځل د سينټرل ايشين مينز والي بال چيمپئن شپ ټائټل په خپل نوم کړې، پاکستان فائنل کښې بنګلاديش ته يکطرفه مقابلې وروستو درې صفر سره ماتې ورکړې، قامي ټيم ايونټ کښې ناقابل شکست پاتې شوې، وزيراعظم شهبازشريف قامي ټيم ته سينټرل ايشين مينز والي بال چيمپئن شپ په ګټلو اومبارکي ورکړې ۔
اسلام آباد کښې لوبيدلې فائنل سينټرل ايشين مينز والي بال چيمپيئن شپ کښې پاکستان غوره کارکردګې مظاهره کړې او په درئم ځل ئي سينټرل ايشين مينز والي بال چيمپئن شپ ټائټل په خپل نوم کړېدې ۔
فائنل کښې پاکستان يکطرفه مقابلې روستو بنګلاديش ته درې صفر سره ماتې ورکړېده، قامي ټيم پينځويشت شل، پينځويشت شپاړس او پينځويشت شل سره کاميابي ترلاسه کولو سره ټائټل پخپل نوم کړېدې، قامي ټيم ايونټ کښې ناقابل شکست پاتې شوېدې ۔
بلخوا وزيراعظم شهبازشريف د سينټرل ايشين مينز والي بال چيمپئن شپ په دريم ګټلو باندې قامي ټيم ته ګټلو اومبارکي ورکړې ده ۔
ووزيراعظم اووئيل چې فائنل کښې بنګلاديش ته ماتې ورکولو او ټائټل پخپل نوم کول د ټول قام لپاره وياړ خبره ده، قامي ټيم بهترين لوبه، نظم و ضبط او مثالي ټيم ورک مظاهره کړې او د ملک نوم ئي روښانه کړېدې ۔

