امريکائي صډر ډونلډ ټرمپ د سټيو وټکوف او جيرډ کشنر د پاکستان دوره منسوخ کولو اعلان کړې، صد ټرمپ وئيلي چې دې جنګ کښې ټول کارډونه امريکې سره دي، اتلس ګهنټې سفر کول بغير څه ترلاسه کول بے کاره دې، ايران چې کله غواړي هر وخت امريکې سره خبره کولې شي ۔
واشنګټن: د امريکې صدر ډونلډټرمپ اعلان کړې چې هغه امريکي وفد د ايران کښې ممکنه جنګ خاتمې باندې خبرو اترو لپاره اسلام آباد ته طے شوې دوره منسوخ کوي ۔
ډونلډ ټرمپ اووئيل چې لږ وخت مخکښې مې خپلو کسانو ته وئيلي چې تاسو اتلس ګهنټې پرواز مۀ کوې، مونړ سره ټول کارډونه موجود دي، ايراني چې کله غواړي مونږ ته ټيليفون کال کولې شي، خو اتلس ګهنټې پرواز د بے مقصد خبرو کولو ته نشو ورکولې ۔
دغه فيصله په داسې وخت کښې مخې ته راغلې ده چې کله پاکستان د ايران او امريکې جنګ خاتمې لپاره مذاکراتي کوششونو کښې مصروفه دې ۔
څرګنده دې وي چې تيرو ورځو کښې امريکې صدر د سټيو وټکوف او جيرډ کشنر باندې مبني دوه کسيزه وفد اسلام آباد ته رالېږلو اعلان کړې وو ۔

