واشنګټن کښې جاري د صدر ډونلډ ټرمپ تقريب دوران د ډزو پيښه مخې ته راغلې، پيښه کښې صدر ټرمپ، نائب صدر جے ډي وينس او نور ممبران محفوظ پاتې شوي، دا پيښه د وائټ هاؤس ميډيا نمائندګانو اعزاز کښې عشايئے دوران مخې ته رسيدلي، رپورټس مطابق يو ديرش کلن ملزم نيولې شوې او تعلق ئې کيليفورنيا سره دې ۔
امريکائي ميډيا رپورټونو ترمخه هيلټن هوټل کښې جاري تقريب دوران سمدست د فائرنګ آواز واوريدلې شو، چې لوجې ئې ماحول د ګډوډې ښکار شو ۔
د ډزو وروستو سيکرټ سروس اهلکارو صدر ټرمپ او نائب صدر جے ډي وينس ، وزير خارجه مارکو روبيو او نور ممبران محفوظ کړل، فائرنګ کښې د سيکرټ سروس يو اهلکار لګيدلې ولې بلټ پروف جيکټ لوجې اهلکار محفوظ پاتې شوې، او هسپتال ته منتقل کړې شوې ۔
ميډيا رپورټس مطابق مشتبه ملزم نيولې شوې او محفوظ ځائي ته منتقل کړې شوې، د ملزم عمر يو ديرش کاله ښودلې کيږي او تعلق ئې کيليفورنيا سره دې ۔
ياده دې وي چې دغه دستوره د وائټ هاؤس کوريج باندې مامور صحافيانو په اعزاز کښې ډنر دوران مخې ته راغلې ده ۔

