وزيراعظم شهباز شريف سره د ايران وزير خارجه عباس عراقچي سره د خپل وفد ملاقات کړې، ملاقات کښې د منطقې په صورتحال د خيالاتو بدلون شوي ، ترجمان دفترخارجه وئيلي چې وزير اعظم شهباز شريف او ايراني اعلیٰ سطحې وفد دا ملاقات د ايران او امريکي ترمينځ د جنګ مستقل خاتمې لپاره د پاکستان جامع او مسلسل سفارتي کوششونو برخه ده ۔
اسلام آباد: د خارجه دفتر ترجمان وئيلي دي چې وزيراعظم شهباز شريف سره ايراني خارجه وزير عباس عراقچي سره د خپل وفد ملاقات کړې دې ۔
ملاقات کښې وزيراعظم شهباز شريف سره نائب وزيراعظم او وزير خارجه اسحاق ډار ،چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل عاصم منير هم شريک وو ۔
دوزير اعظم شهباز شريف او ايراني اعلیٰ سطحې وفد دا ملاقات د ايران او امريکې ترمينځ د جنګ مستقل خاتمې لپاره د پاکستان جامع او مسلسل سفارتي کوششونو برخه ده ۔
د ايران وزير خارجه عباس عراقچي په مشرۍ کښې ايراني وفد تيره شپه اسلام آباد ته رارسيدلې وو ۔
نائب وزيراعظم او وزيرخارجه اسحاق ډار ، چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل پشمول اعلیٰ چارواکو د وفد استقبال کړې وو ۔

