د کرکټ مينه والو لپاره دخوشحالې خبر مخې ته راغلې دې،وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان سپر ليګ فائنل ميچ لپاره شائقينو ته سټيډيم کښې د ميچ کتو اجازت ورکړېدې،د پي سي بي چيئرمين محسن نقوي وئيلي چې د ټيمونو د مالکانو په درخواست وزيراعظم دغه اعلان کړې،محسن نقوي په دې فيصله د وزيراعظم شهبازشريف شکريه ادا کړيده ۔
په سوشل ميډيا خپل بيان کښې د پي سي بي چيئرمين محسن نقوي وئيلي دي چې وزيراعظم شهبازشريف ته مې خواست کړې وو چې کرکټ مينه والو ته دې د پي ايس ايل فائنل ګراؤنډ کښې کتو اجازت ورکړې شي ۔
د قامي کرکټ بورډ چيئرمين محسن نقوي مطابق وزيراعظم تماشائيانو ته د لاهور قذافي سټيډيم کښې د فائنل کتو اجازت ورکړيدې ۔
محسن نقوي مخکښې اووئيل چې وزيراعظم پخپله هم غوښتل چې مينه والو ته ګراؤنډ کښې د فائنل کتو اجازت ورکړي شي ۔
محسن نقوي دا هم وئيلي چې د پي ايس ايل ټيمونو مالکانو دغه خواست کړې وو ، کوم چې وزيراعظم منظور کړې، دې لړ کښې مونږ د وزيراعظم شکريه ادا کوؤ ۔

