دبئي کښې جاري د انډر نائنټين ايشا کپ دريم ميچ کښې پاکستان ټاس ګټلې وو او د بيټنګ فيصله ئې کړې وه ۔
پاکستان مقرره پنځوس اوورونو کښې اووه وکټو په زيان دوه سوه ،يو اتيا رنز جوړ کړې وو، چې پکښې شاه زيب خان ټولو نه زيات يو سل ،نهه پنځوس رنز باندې آؤټ شوې وو ۔
عثمان خان شپيتۀ او فرحان يوسف په اووه ويشت رنز آؤټ شوي وو ۔
د مقرره هدف په تعاقب کښې بهارتي ټيم په اته څلويښتم اوور کښې دوه سوه، اته ديرش رنز آؤټ شوې او ميچ ئې بيللې دې ۔
پاکستان طرف نه علي رضا درې، عبدالسبحان او فهيم الحق دوه ، دوه وکټې اخستې وې ۔
ميچ کښې شاندار 159 رنز جوړولو باندې د قامي انډر نائنټين ټيم شاه زيب خان ته د ميچ د بهترين لوبګاړي اعزاز ورکړې شوې دې ۔