د کوهستان مالي کرپشن کيس کښې نيب شپږ اربه روپو نه زيات ماليت اثاثې د خېبر پښتونخوا حکومت ته حواله کړيدي،دغه غير قانوني اثاثو کښې نقد رقم، سرۀ زر، قيمتي جائيدادونه او قيمتي ګاډي شامل دي، نيب چارواکو مطابق کوهستان مالياتي سکينډل کښې د سرکاري فنډز څخه د اووۀ ديرش اربه روپو نه زيات کرپشن شوې، او پلټنې ئې جاري دي ۔
پيښور کښې يوه خصوصي دستوره کښې چيئرمين نيب ليفټينټ جنرل ريټائرډ نذيراحمد د خېبر پښتونخوا چيف سيکرټري شهاب علي شاه ته د کوهستان مالياتي کرپشن کيس کښې ريکور کړې شوي اثاثې حواله کړيدي ۔
په وړومبۍ مرحله کښې د شپږ ارب روپو نه زيات مالي اثاثې صوبائي حکومت ته حواله کړې شوي او نور به هم ډير زر نيب لخوا صوبائي حکومت ته حواله کړې شي ۔
د نيب چارواکو وينا ده چې کوهستان مالياتي کرپشن کښې د سرکاري فنډز څخه د اووۀ ديرش ارب روپو نه زيات کرپشن شوې،د کوم نه پس چې نيب خېبر پښتونخوا د پنځلس سوو نه زيات بينک اکاونټس فرانزک او مالياتي جاج واخستو ۔
د نيب چيئرمين مخکښې وئيلي دي چې عوامي وسائل قامي امانت دې او د دې تحفظ لپاره به ټول ممکن اقدامات کولې شي ۔

