پاکستان نه افغانستان ته تلونکي د کډوالو ټرک لغمان ولايت کښې د پيښې ښکار شوې، د لغمان ګورنر ترجمان وئيلي چې پيښۀ کښې ماشومانو پشمول اتلس کسان پحق رسيدلي او يو شمير نور سخت ژوبل شويدي ۔
د افغانستان لغمان ولايت ګورنر ترجمان عبدالمالک نيازي وئيلي دي چې پاکستان نه د افغان کډوالو ټرک راتلو کوم چې مشرقي افغانستان کښې د جلال آباد او کابل ترمينځ لار کښې اوړيدلې دې ۔
د لغمان د ګورنر ترجمان وئيلي دي چې پيښه کښې اتلس کسان پحق رسيدلي او يو شمير نور سخت ژوبل شويم څوک چې د ولايت لوئې هسپتال ته رسولې شويدي ۔ ۔
هغۀ مخکښې اووئيل چې پيښه کښې پحق رسيدلي کسانو کښې لس ماشومان، پنځه زنانه او درې نارينه شامل دي ۔
ترجمان تصديق کړې دي چې دغه ټرک پاکستان نه افغانستان ته راتلو ، کوم کښې چې خواؤشا پنځوس پورې کډوال موجود وو ۔

