وزيراعظم شهبازشريف د پاکستان او چين ترمينځ شوې ايم او يوز په جوائنټ وينچرز کښې بدلولو هدايت کړېدې، وائي چې د پاکستان او چين نجي شعبې ترمينځ کاروباري رابطو کښې غير معمولي اضافه د دواړو ملکونو اقتصادي شراکت دارې لپاره نوې دور آغاز دې ۔
اسلام آباد: وزيراعظم شهبازشريف مشرۍ کښې د پاکستان او چين ترمينځ شوې معاهدو جائزه اخستو لپاره اهمه غونډه شويده ۔
اجلاس ته بريفنګ کښې وئيلي شوي چې د پاکستان او چين ترمينځ د اووۀ ارب ډالر نه زيات ماليت دوه سوه، اووۀ ايم او يوز باندې لاس ليک شويدي ۔
په دې موقع خپله وينا کښې وزيراعظم شهبازشريف د پاکستان او چين ترمينځ شوې ايم او يوز په لوظنامو او جوائنټ وينچرز کښې بدلولو هدايت کړېدې ۔
وزيراعظم وئيلي دي چې چين سره به صنعتي، زرعي او تکنيکي تعاون ته وده ورکولو سره د پاکستان برآمدات کښې اضافه او د روزګار نوې مواقع پيدا کيږي ۔
وزيراعظم شهبازشريف په هانګړو کانفرنس کښې شوي مفاهمتي ياد داشتونه زر تر زره باقاعده معاهدو او مشترکه منصوبو کښې بدلولو هدايت ورکړي ۔

