د افغان طالبانو امير ملا هِبت الله افغانستان کښې موجود کالعدم ټي ټي پي ته امر کړې چې پاکستان خلاف دې کاروائيانې فوري اودروي، کۀ دوي داسې نۀ کوي نو د طالبانو د مرستو نه به محرومه شي ،بلخوا پاکستان د طالبانو د امير دغه پيغام غير تسلي بخش ګرځولې او وئيلي دي بائد طالبان د ټي ټي پي خلاف عملي اقدامات پورته کړي ۔
د افغان طالبانو امير افغانستان کښې موجود کالعدم تحريک طالبان ترهه ګرو باندې غږ کړې چې پاکستان کښې دې خپلې کاروائياني فوري اودروي ، کني افغان حکومت به د دوي هر قسمه مرستې پريږدي ۔
د افغان طالبانو امير دغه پيغام په داسې وخت کښې مخې ته راغلې چې کله پاکستان بار بار افغانستان نه مطالبه کوي چې افغان زمکه دې پاکستان خلاف استعمالولو نه منع کړې شي ۔
افغان طالبان وائي چې د پاکستان په بار بار غوښتنو ئې ترهه ګر خلاف ګامونه پورته کړي ، ذرائعو ترمخه افغانستان کښې اوس هم د عام وګړو د ترهه ګر تنظيمونو کښې شاملولو لړۍ دوام لري ۔
بلخوا ذرائعو وئيلي چې پاکستان د ملا هِبت الله دغه امر غير تسلي بخش ګرځولې او وئيلي دي بائد افغان طالبان افغانستان کښې موجود کالعدم ټي ټي پي او نور ترهه تنظيمونو خلاف عملي اقدامات پورته کړي ۔

