د بلوچستان مختلفوعلاقوکښې آپريشن شعبان جاري دې، دې دوران نور ديارلس ترهه ګر وژلي شوي، چې ورسره تير پنځۀ ورځو دوران د وژلي شوي ترهه ګرو شميره پنځۀ اوويا ته رسيدلې ده،سيکيورټي ذرائعو مطابق خضدارکښې امنیتي ادارو د ترهه ګرو حمله ناکامه کړې،سيکيورټي فورسز ذرائعو ترمخه د ترهه ګرو مکمل خاتمې پورې به کاروائيانې جاري وي ۔
د بلوچستان په مانګي ډيم پوليس سټيشن ترهه ګرۍ پېښې نه پس پاک فوج ، ايف سي او بلوچستان پوليس آپريشن شعبان شروع کړېدې ۔
سيکيورټي ذرائع وائي چې تير څليريشت ګهنټو دوران ديارلس ترهه ګر وژلي شوي، او خضدار کښې کښ هم د ترهه ګر حمله ناکامه کړې شوې ده ۔
سيکيورټى ذرائع دا هم وئيلي دي چې پاک پوځ او ايف سي دستو کاروائۍ دروان اته ترهه ګرو وژلي او پنځۀ نه شپږ نور ترهه ګر د هيلي کاپټر آپريشن په ذريعه وژلو اطلاعات دي ۔
سيکيورټي ذرائعو زياته کړې چې آپريشن شعبان دوران غريزو علافو کښې د ترهه ګرو خلاف ګهيرا تنګه کړې شوې او سيکيورټى فورسز شپږويشت ترهه ګر په شپږم او اووم جولائۍ وژلي وو ۔
سيکيورټى ذرائعو اووئيل چې په پنځمې جولائۍ راهسې جاري آپريشن شعبان او نور انټيلى جنس بيسډ آپريشنز کښې په مجموعى توګه پنځه اوويا ترهه ګر وژلې شويدي ۔

