بلوچستان کښې د ترهه ګرو خلاف د سيکيورټي فورسز آپريشن شعبان کاميابۍ سره جاري دے،سيکيورټي ذرائعو ترمخه د شرخوښو خلاف زمکني او فضائي کاروائيودوران درې نور ترهه ګر وژلي شوي چې ورسره روان آپريشن دوران د وژلي شوؤ شرخوښو شميره اته اتيا ته رسيدلې، پنځمې جولائې راهسې مختلفو کاروائيانو کښې د وژلي شوي ترهه ګرو شميره يو سل شپږ ويشت ته رسيدلې ده ۔
سيکيورټي ذرائعو وئيلي دي چې د بلوچستان مختلفو سيمو کښې د ترهه ګرو موجودګۍ خلاف د پاک فوج، ايف سي او پوليس مشترکه آپريشن شعبان پوره قوت سره دوام لري ۔
ذرائعو وئيلي چې آپريشن شعبان کښې نور درې ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شوي چې ورسره دې آپريشن کښې د وژلي شوي ترهه ګرو شميره اتۀ اتيا ته رسيدلې ده ۔
ذرائعو زياته کړې چې د پنځمې جولائۍ راهسې بلوچستان کښې جاري کاروائيانو دوران په مجموعي ډول د وژلي شوي ترهه ګرو شميره يوسل، شپږ ويشت ته رسيدلې ده ۔
ذرائعو زياته کړې چې سيکيورټي فورسز د بلوچستان مختلفو علاقو کښې په غريزو سيمو او لرې پرتو لارو کښې پټ شوي ترهه ګر آپريشن شعبان دوران په نښه کوي ۔

