شمالي وزيرستان ميران شاه کښې د فائرنګ پيښه مخې ته راغلې چې پکښې اين ډي ايم مشر محسن داؤړ بشمول درې کسان ژوبل شويدي، سرچينو مطابق محسن داؤړ د مبينه دهاندلې خلاف احتجاج کوؤلو, چې دوران ئې د پوليسو سره تاؤتريخوالې اوشو، سرچيني وائي چې پيښه کښي يو پوليس اهلکار هم پحق رسيدلې, او دوه نور ژوبل شويدي، پوليس ذرائع وائي چې هجوم کښې موجود وسله وال تن اول په پوليسو تفصيلاتو ترمخه دا واقعه هاغه مهال مخې ته راغله ,کله چې ميران شاه کښې د محسن داوړ مشرې کښې د اين ډي ايم کارکنانو د مبينه دهاندلې خلاف کينټ مخې ته احتجاج کوؤلو سرچيني وائي چې دې دوران د اين ډي ايم کارکنانو او پوليس اهلکارانو ترمينځ سخت تاوتريخوالې مخې
ته راغلو، کوم چې فائرنګ کښې بدل شو فائرنګ واقعه کښې د محسن داوړ بشمول د نيشنل ډيموکريټک مومنټ يو شمير نور کارکنان ژوبل شويدي، بلخوا ذرائع دا هم وائي چې پيښه کښې يو پوليس اهلکار پحق رسيدلې او درې نور ژوبل شويدي
پيښه کښې ژوبل کسان مقامي هسپتال ته رسولي شويدي ، سرچينو وائي چې د محسن داوړ حالت د خطرې نه بهر دې
بلخوا د پيښې په حواله د پوليسو موقف مخې ته راغلي ،او وئيلي دې چي هجوم کښې موجود وسله وال تن اول خلقو کښې غصه کړل، او بيا وروستو ئې پوليس باندې ډزې اوکړې
ډزې کړې وې
تازه ترین خبرونه
شمالي وزيرستان: فائرنګ کښې محسن داوړ بشمول درې کسان ژوبل، سرچيني
مخکینۍ مقالهخيبرپښتونخواه صوبائې اسمبلۍ اليکشن سرکاري نتائج