امریکا: د هالیووډ مشهور اداکار جیسن سټيتم په خپل موټر د فلسطین بیرغ په لګولو سره په غزه کې د اسراییلو د روانې ترهګرۍ سره مخالفت وکړ.
د فلسطین د آزادۍ تنظیم حماس لخوا پر اسراییلو د تاریخي او حیرانونکي برید راهیسې، اسراییلي ځواکونو پر غزې بمبارۍ ته دوام ورکړی دی چې پکښې پۀ زرګاو کسان شپهيدان شوي دي۔
د حماس له بریدونو وروسته د پاکستان په ګډون د ټولې نړۍ نامتو هنرمندان او نامتو شخصیتونه د فلسطین په حق کې غږ پورته کوي او د سمدستي اوربند غوښتنه کوي.
اوس په ټولنیزو رسنیو کې د هالیووډ د مشهور اداکار جیسن سټيتم یوه ویډیو خپره شوې چې په کې لیدل کېږي چې هغه په خپل موټر کې د فلسطین بیرغ پورته کوي او پولیس یې له فلسطینیانو سره د پیوستون د ښودلو ننګه کوي.
په ویډیو کې جیسن سټام په موټر کې ناست لیدل کیږي چې د فلسطین بیرغ یې په موټر کې ځوړند کړی و، په داسې حال کې چې ویډیو له لرې څخه فلم شوې وه.
ہالی ووڈ اداکار جیسن سٹیتھم نے پولیس کو چیلنج کرتے ہوئے اپنی گاڑی پر فلسطینی 🇵🇸 جھنڈا لگا دیا۔
ایکشن فلموں کا لیجنڈ نام جیسن سٹیتھم، نہ صرف موویز میں بلکہ حقیقت میں بھی ایک بہترین آدمی ہے۔ pic.twitter.com/7Qd4SF2tIR
— RTEUrdu (@RTEUrdu) October 25, 2023
د هالیووډ اداکار جیسن سټیتم د فلسطین د ملاتړ له امله د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لخوا ستایل شوی.
د يادونې وړ ده، چې جيسن سټيتهم د هاليووډ په مشهورو فلمونو ټرانسپورټر، سټاک او ټو سموکينګ، فاسټ او فيوريس، لاک او بالرز کې د هيرو په توګه کار کړی دی.
ياده دې وي چې پر غزې د اسرائيلو په پرله پسې ٢٤ساعته بمباريو کې د شهيدو شويو فلسطينيانو شمېر تر ٧٠٠ زيات شوى دى، چې له امله يې د اکتوبر له اوومې نېټې راهيسې په غزه کې د شهيد شويو فلسطينيانو شمېر ٥٨٠٠ ته رسېدلى او تر ١٦٠٠٠ زيات ټپيان شوي دي.