ملګروملتونو لپاره د پاکستان مستقل مندوب منيراکرم وئيلي دي چې اسرائيل په غزه کښې د فلسطينيانو نسل کشي کوي، د اسرائيل کاروائي مزيد خطرناکي تنازعې شکل خپلوؤلې شي۔
دا څرګندونې مستقل مندوب منير اکرم سلامتي کونسل ته خپل خطاب کښې کړيدې
د هغۀ وينا وه چې اسرائيل د فلسطينيانو نسل کشي کوي، او اسرائيل دې فوري او غيرمشروط جنګ بندې اعلان اوکړي
منيراکرم مخکښې اوئيل چې د جنګ بندې قرارداد نه منظوريدل د افسوس خبره ده، ددې ذمه دار هاغه ملکونه دې څوک چې دا تنازعه سيوا کوؤل غواړي۔
هغۀ زياته کړه چې اسرائيلي کاروايو کښې توسيع به د خطرناکې تنازعې شکل خپل کړي۔
بلخوا د حماس او اسرائيل ترمنځ نښته په نولسمه ورځ هم جاري ده، تيرو څلريشتو ګنټو کښې د اسرئيل حملو په نتيجه کښې څلور سوه پينځه ويشت فلسطينيان وژلې شوې، د کوم وروستو چې د شهيدانو شميره پينځه زره اته سوه ته رسيدلے۔
د اسرئيل لخوا په فلسطين د حملو سلسله وس هم روانه ده، تيرو څلريشتو ګنټو کښې د اسرائيل حملو لوجې فلسطين کښې څلور سوه پينځه وشيت کسان نور وژلې شوي، چې پکې ماشومان او زنانه هم شاملې دي،
غير ملکي ميډيا ترمخه تر دې دمه د اسرئيلي حملو په نتيجه کښې پينځه زره اته سوه کسان شهيدان شوي، چې پکې دوه زره درې سوه ماشومان او ديارلس سوه زنانه هم شاملې دي، دغه شان ژوبل شوو کسانو شميره اتلس زره ته رسيدلے ولې اته سوه ماشومانو بشمول پينځلس زره کسان بے درکه شويدي۔