تيره ورځ ګوادر کښې شهيدان شوو د پاک فوج ځوانانو د جنازے نمونځ ادا کړې شوې، آئي ايس پي آر مطابق د جنازے نمونځ کښې حاضر سروس او سول انتظاميے افسرانو ګډون کړې.
آئي ايس پي آر وائي چې د شهيدانو جنازے نمونځ د ګوادر په پسني سيمه کښې ادا کړې شوې، دې وروستو به شهيدان په خپل آبائي علاقه کښې پوره فوجي اعزاز سره خاورو ته سپارلے شي،
واضحه دې وي چې تيره ورځ بلوچستان سيمه پسني کښې د سيکيورټي فورسز دوه ګاډو باندې ترهه ګرو حمله کړې، چې پکې څوارلس فوجي ځوانان شهيدان شويدي،