ټانک کښې د پوليس په بکتربند ګاډې بمي چاودنه شوې،ضلعي پوليس افسر عبدالصمدخان وئيلي چې چاودنه کښې دوه پوليس اهلکار شهيدان او دوه ژوبل شويدي ۔
ټانک: ضلعي پوليس افسر عبدالصمد خان وئيلي دي چې په جنوبي وزيرستان روډ د پوليس بکتر بند ګاډې د معمول په ګشت وو چې د ورانه په مقام د بي چاودني ښکار شوې دې ۔
ډي پي او ټانک وئيلي چې چاؤدنه کښې اے ايس آئي فريد الله او سپاهي اختر زمان په موقع شهيد شوي او سپاهي عبدالمالک او سپاهي قدرت الله ژوبل شوي دي ۔
پوليس چارواکو مطابق بمي چاؤدنه کښې پحق رسيدلي او ژوبل پوليس اهلکار په فوري توګه ډسټرکټ هيډکوارتر هسپتال ټانک ته منتقل کړې شوي وو ۔
د ډي پي او ټانک عبدالصمد مطابق د پيښې پلټنې روانې دي او دا چې سيمه هم په ولقه کښې اخستو وروستو د پيښې لټوني عمليات پيل کړې شوي دي ۔

