د بنو ميريان تهانړه باندې تيره شپه ترهه ګرو حملے کړې، ډزو په نتيجه کښې تهاڼه باندې لګيدلے تهرمل کيمرے ناکاره شوي، د پوليس جوابي فائرنګ لکبله حمله آور تيښته کښې کامياب شوي، پوليس مطابق تهاڼه باندې دوه آړخونو نه حمله شوي، پيښه کښې هيڅ ځاني نقصان نه دې شوي.
د خيبر پختونخوا جنوبي اضلاع کښي د ترهه ګرو لخوا په پوليسو د حملو سلسله جاري ده ، تيره شپه د بنو په ميريان تهانړه ترهه ګرو دواړو اړخونو نه حمله کړي، ولي پوليسو دغه حمله ناکامه کړي ۔ ترهه ګرو تهانړه باندي لګيدلي تهرمل کيمري ناکاره کړي ، پوليسو ته حمله کښي څه ځاني زيان نه دے اوړيدلے ۔