بنو کښې د قبائلي مشرانو په کوششونو تيره ورځ د نامعلومه وسله والو لخوا اغوا کړې شوي اووه پوليس اهلکارپه حفاظت سره بازياب کړې شويدي ۔
د بنو ضلعي پوليسو مشر وئيلي دي چې د علاقې د مشرانو جرګې په ذريعه د پوليس اهلکارو خوشي کولو لپاره مذاکرات شوي وو او دغه ټول اهلکاران بغير دتاوان يا شرائط رها کړې شويدي ۔
تيره ورځ نامعلومه وسله والو اتمانزئي سب ډويژن کښې روچه چيک پوسټ باندې حمله کړې وه او اووه پوليس اهلکاران ئې اغوا کړې وو، حمله کونکو د پوليس وسله هم ځان سره وړې وه ۔
بازياب شوي اهلکارانو کښې سليم،عقل رحمان، ميوه جان، روشان، عبدالمالک، نعمت الله او شاد محمد شامل دي ۔