وس پاکستاني ميرمني کولي شي چي بغير د محرم نه حج لپاره لاړي شي، اسلامي نظرياتي کونسل ويلي چي کومي زنانه ته سفر دوران د فساد يا خطرے انديښنه نه وي، هغه کولي شي چي يک يواځي حج بيت الله لپاره لاړه شي.
د وزارت حج لخوا پورته شوي اعتراض په جواب کي اسلامي نظرياتي کونسل تفصيلي بيان جاري کړي، بيان کي ويلي شوي چي يوه ميرمن بغير د محرم يعني رور، پلار، ميړه، يا ځوي نه د حج لپاره تلي شي، شرط صرف دا دي چي دغي ميرمن ته د سفر دوران د فساد يا خطرے خدشه نه وي، فقه جعفريه، فقه مالکي او فقه شافي مطابق کومي ميرمن سره چي د اعتبار وړ نوري زنانه وي، نو هغوي بغير د محرم نه تلي شي، البته که د دغي زنانه مور پلار يا ميړه ژوندي وي، نو بائد چي د هغوي په اجازت سره يواځي د حج سفر وکړي.