آئي ايس پي آر مطابق سيکيورټي فورسز د خېبرپښتونخوا ضلع خېبر او بنو کښې دوه مختلف کارروئياني کړي چې پکښې اته ترهه ګر وژلې شويدي ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې سيکيورټي فورسز د ضلع بنو بکاخيل سيمه کښې خفيه اطلاعات په بنياد آپريشن کړے، کاروائۍ دوران پنځه ترهه ګر وژلې شوي او نهه ژوبل شويدي،په دې موقع د ترهه ګرو په ډزو کښې د جهنګ سره تعلق لرونکې سپاهي افتخار حسين شهيد شويدې ۔
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي چې د ضلع خيبر شګئۍ سيمه کښې هم سيکيورټي فورسز کاروائي کړې، چې پکښې درې ترهه ګر مړه او دوه ګرفتار کړے شويدي، آپريشن دوران د فائرنګ تبادله هم شوې چې پکښې د لاهور سره تعلق لرونکې کيپټن محمد زوهيب الدين شهيد شويدې ۔
آئي ايس پي آر وائي چې وژلي شوي ،ژوبل شوي او ګرفتار ټول ترهه ګر فورسز سره سره د بے ګناه خلقو په وژنه کښې ککړ وو ۔
بلخوا د شهيد شوي کيپټن او سپاهي جنازې مونځ ادا شوې چې پکښې وزيراعظم شهبازشريف او د پيښور کور کمانډر پشمول نور عسکري چارواکو او ځوانانو ګنړ شمير کښې ګډون کړېدې ۔
دواړه شهيدان خپلو خپلو پلارنو سيمو کښې فوج اعزاز سره خاورو ته سپارلې شويدي ۔