اسلام آباد:ضلع خېبر او بنو کښې د آپريشن دوران اته ترهه ګر وژلو باندې صدر مملکت آصف علي زرداري د فورسز بهادري ستائيلې، او شهيد شوي کيپټن زوهيب الدين او سپاهي افتخار حسين ته ئې خراج عقيدت پيش کړيدې ۔
صدر مملکت وئيلي دي چې د ملکي سلامتۍ په خاطر د شهيدانو قربانۍ به ضائع نه ځي، ټول قام خپل شهدا ته سلام وړاندې کوي ۔
بلخوا وزيراعظم شهبازشريف هم په کامياب آپريشن د سيکيورټي فورسز پيشه وارانه صلاحيتونو تعريف کړے، او آپريشن دوران پحق رسيدلي اهلکارو مغفرت لپاره ئې دعا کړيده ۔
وزيراعظم وئيلي دي چې د ترهه ګرۍ ناسور خاتمي پورې به جنګ جاري وي،د ملک دښمنان به چرې هم انتشار خورولو ناپاکه ارادو کښې کامياب نشي، ټول قام خپل سيکيورټي ادارو سره ولاړ دې ۔